د افغانستان د شنونکو شبکه وايي، په افغانستان کې په دولتي ملکي ادارو کې د ښځو حضور په تېرو شپږو کلونو کې د پام وړ کم شوی دی.
د دې شبکې په یوه راپور کې راغلي، چې په ملکي ادارو کې د ښځو کاري ونډه په ۲۰۲۰ کال کې له ۲۶ سلنې څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۱۶ سلنې ته راټیټه شوې ده.
راپور زیاتوي، چې طالبان هڅه کوي ښځینه کارکوونکې له دولتي ادارو څخه لرې کړي.
د راپور له مخې، اوس هم لسګونه زره ښځې په دولتي ادارو کې کار کوي، چې ډېری یې په لومړنیو ښوونځیو کې ښوونکې دي. دغه راز، یو شمېر ښځینه کارکوونکې د معاشونو له کمښت او د دندو له تنزیل سره هم مخ شوې دي.
