بریتانیا د سوداګرۍ، نوښت او سوداګریزو چارو وزارت وايي، افغانستان او بریتانیا د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د ۷۰ میلیونه پونډو په ارزښت د توکو او خدمتونو راکړه ورکړه کړې ده.
د دغه وزارت د راپور له مخې، دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۶.۷ سلنه کموالی ښيي.
راپور زیاتوي، چې بریتانیا په دې موده کې افغانستان ته د ۵۷ میلیونه پونډو په ارزښت صادرات او له افغانستان څخه د ۱۳ میلیونه پونډو په ارزښت واردات کړي دي.
د راپور له مخې، افغانستان د بریتانیا ۱۶۶م سوداګریز شریک و او د دغه هېواد د ټولې بهرنۍ سوداګرۍ له ۰.۱ سلنې څخه یې کمه ونډه لرله.
همداراز، د ۲۰۲۴ کال تر پایه په افغانستان کې د بریتانیا بهرنۍ مستقیمه پانګونه صفر یا تر ۵۰۰ زره پونډو کمه وه.