د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ایران په اړه به ډېر ژر پرېکړه وکړي او لا هم د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي بریدونو د پراخولو، اقتصادي فشارونو او ډیپلوماټیکې هوکړې پر انتخابونو غور کوي.
ټرمپ دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته کړې دي.
نوموړي په سپینه ماڼۍ کې وویل: «اوس به پرېکړه وکړو چې ایا د بریدونو لمن پراخه کړو، څو ډاډ ترلاسه شي چې د ایران اټومي پروګرام په بشپړه توګه له منځه تللی او بیا هېڅکله راژوندی نه شي.»
ټرمپ زیاته کړې، نه غواړي د ایران پاتې برخې هم ویجاړې کړي، خو ښايي اړ شي چې دا کار وکړي. هغه ویلي، په دې اړه به ډېر ژر څرګندونې وشي.
د اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ټرمپ تر دغو څرګندونو مخکې د ملي امنیت له لوړپوړو سلاکارانو سره په خپله اوونیزه غونډه کې لیدلي دي. د راپور له مخې، دا له منځمهالو ټاکنو وروسته د دغسې غونډې لومړی ځل و.
بلخوا، د احتمالي جګړې د مخنیوي او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون د قطر، کویټ، ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان، عمان، مصر او اردن د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ اوس مهال درې انتخابونه ارزوي: پر ایران د بیا پوځي بریدونو ترسره کول، د اقتصادي فشارونو دوام او یا هم داسې یوې هوکړې ته رسېدل چې ایران به پکې د پام وړ امتیازات ورکوي.
په همدې حال کې، د دوو ورځو لپاره د یوه وړاندیز په اړه هم خبرې روانې دي. د دې وړاندیز له مخې، امریکا به په لومړۍ ورځ د ایران سمندري محاصره پای ته ورسوي او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه به آزاده کړي.
په بدل کې به ایران د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) ته رسمي بلنه ورکړي، څو د دغې ادارې پلټونکي د هغو اټومي تاسیساتو څخه لیدنه وکړي چې مخکې بمبار شوي دي.
د وړاندیز له مخې، په دویمه ورځ به د هرمز تنګی بېرته د بېړیو پر مخ پرانیستل شي او ورپسې به د ایران د لوړې کچې غني شوي یورانیمو د زېرمو په اړه اټومي مذاکرات بیا پیل شي.
