د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلونونو له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د دې ادارې د تازه راپور له مخې، په نړۍ کې نږدې ۹۰ میلیونه بېځایه شوي کسان د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ له خطرونو سره مخ دي او د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بېځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي خطرونو کچه پکې لوړه ده.
راپور وايي، په افغانستان کې وچکالي، سېلابونه او د اوبو کمښت د بېځایه شویو کسانو وضعیت نور هم خرابوي او د خلکو پر ژوند او بېرته ستنېدو منفي اغېز کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي، چې د افغانستان لږ تر لږه ۱۸ ولایتونه د اقلیمي بدلونونو له پلوه د ډېر لوړ خطر په کچه کې دي او شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان پاکو اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري.
ملګرو ملتونو له حکومتونو او نړیوالو تمویلونکو غوښتي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د چمتووالي لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
