افغانستان

په هېواد کې غربت؛ ډیپلوماټ: افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۳۰ سلنه زیات شوی

ډیپلوماټ خپرونې په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بندیز سره سره د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید یو ځل بیا زیات شوي دي.

د لیکنې له مخې، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو کښت ۴۳ زره هکټارو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، د تریاکو تولید هم له ۳۰۰ ټنو څخه نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.

ډیپلوماټ لیکلي، چې بدخشان او تخار د کوکنارو د کښت مهم مرکزونه دي او د ټول کښت ۷۶ سلنه برخه جوړوي.

په دې تحلیلي لیکنه کې بې‌وزلي، د بدیلو کرنیزو محصولاتو نشتوالی او د قاچاقي شبکو فعالیت د کوکنارو د کښت د زیاتوالي مهم لاملونه بلل شوي دي.

بلخوا د طالبانو حکومت په بار بار ویلي، چې د کوکنارو او نشه یې توکو پر وړاندې یې سخته مبارزه روانه کړې، چې په ټول هېواد کې څوک نشي کولی، چې د نشه یي توکو کښت او قاچاق وکړي.

شنونکي وایي، که د نړۍوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې د کروندګرو سره د کوکنارو او نشه یې توکو د کښت بدیل معیشت برخه کې همکاري وشي، په افغانستان کې به په بشپړ ډول دغه کښت له منځه لاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *