د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې له ۱۲مې تر ۱۴مې نېټې پورې د هېواد په ځینو سیندونو او سیلابي لارو کې د اوبو د کچې لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې، د نسبتاً درنو بارانونو او واورې د ورېدو او ویلې کېدو له امله په هلمند، هریرود، شمال، پنجآمو او کابل سیندیزو حوزو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
په خبرتیا کې ارزګان، دایکنډي، غور، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، سمنګان، بامیان، پکتیا، کونړ، لغمان او پنجشېر د احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ سیمو په توګه یاد شوي دي.
مسوولینو د یادو سیندونو او سیلابي لارو پر غاړو له مېشتو خلکو غوښتي، چې د سېلابونو د احتمالي راوتلو پر مهال له سیندونو سره نږدې له تګ راتګ ډډه وکړي او د ځان او ماشومانو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
