د امریکا متقاعد جنرال کېت کېلاګ د اکتوبر پر ۲۲مه په واشنګټن پوسټ کې په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته چین هڅه کوي، د دغه هېواد پر پراخو طبیعي زېرمو، په ځانګړي ډول مسو، لیتیم او اوسپنې پانګونه وکړي او خپل سیاسي او اقتصادي نفوذ پراخ کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو او ستراتیژیک موقعیت له امله د امریکا لپاره لا هم مهم دی او واشنګټن باید دغه هېواد له پامه ونه غورځوي.
کېلاګ د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې هغوی د اقتصادي ودې، سیاسي ثبات او نړیوالو اړیکو لپاره لازم شرایط نه دي برابر کړي.
نوموړي په مقاله کې د افغانستان د آزادۍ غورځنګ له سرمنشي الیاس فیضي غوریاني سره خپلې وروستۍ لیدنې ته هم اشاره کړې ده. هغه ویلي، چې دغه غورځنګ هڅه کوي د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه د یوه ګډ سیاسي بدیل پر محور راټول کړي، خو بریا یې په افغانستان کې د ولسي ملاتړ او باور ترلاسه کولو پورې تړلې ده.
کېلاګ له واشنګټنه غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې دیپلوماتیک او اقتصادي فشار وساتي او له معتبرو افغان سیاسي مخالفینو سره اړیکې پراخې کړي.
