د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضلاحمد معنوي ادعا کړې، چې د پاکستان یوه امنیتي او ډیپلوماټیک پلاوي د اکتوبر په ۲۲مه په کندهار کې د طالبانو له چارواکو سره په یوه محرمه لیدنه کې د اسلاماباد پر پنځو غوښتنو هوکړه کړې ده.
معنوي په یوه لیکنه کې د خپلو باوري سرچینو په حواله ویلي، چې د پاکستاني پلاوي مشري عنایت حسین کوله او د دغه هېواد د امنیتي ادارو څلورو غړو او د بهرنیو چارو وزارت یوه استازي پکې ګډون درلود. د پاکستان په کابل او کندهار کې قونسلي مسؤلان هم په دغه پلاوي کې شامل وو.
د معنوي په وینا، د پاکستان له مهمو غوښتنو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو سپارل، پاکستان ته د افغان جنګیالیو د تګ مخنیوی او په پاکستان کې د طالبانو د شتمنیو او ملکیتونو پلورل د اسلاماباد حکومت ته شامل وو.
په دې اړه د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري رسمي بیان نه دی ورکړی، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن رسنیو ته ویلي، حکومت یې د پاکستان سره د کړکېچ د حل لپاره د خبرو اترو هڅې کړې، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.
مجاهد ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیغامونو تبادله او د منځګړو هېوادونو هڅې هم د اختلافاتو په کمولو کې بریالۍ شوې نه دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې حکومت یې لا هم د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر سولهییز حل باور لري.
