د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي.
قانع د یو خصوصي ټلويزيون سره خبرو کې ویلي، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نشهيي توکي کرل او پروسس کېږي او له هغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
نوموړي د یادې پدیدې د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
تر دې مخکې اشیا ریویو په یو تحلیلي راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په کرکېله او قاچاق بندیز وروسته په بلوچستان کې په پراخ ډول کوکنار کرل کېږي.
