د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۲ کال د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته، د دغو بوټو کرکېله د پاکستان بلوچستان او د ایران سیستان او بلوچستان ولایتونو ته پراخه شوې ده.
د «السیس» په نوم د یوې بریتانیايي ادارې د سپوږمکۍ انځورونو ارزونې ښيي، چې یوازې د پاکستان په بلوچستان کې د کوکنارو کرکېله پر څه باندې ۹ زره هکټاره ځمکه شوې ده. د راپور له مخې، افغان کروندګر هم د کوکنارو د کرکېلې لپاره پاکستان او ایران ته اوړي.
کارپوهان اټکل کوي، چې په ۲۰۲۷ کال کې به په سیمه کې د کوکنارو کرکېله نوره هم زیاته شي، چې له امله به یې د هیروینو نړیواله عرضه زیاته او وسلهوالو ډلو ته د عوایدو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
بلخوا راپور زیاتوي، چې د اقتصادي ستونزو او وچکالۍ له امله په افغانستان کې هم د کوکنارو کرکېله په ځینو سیمو کې بېرته مخ پر زیاتېدو ده.
