افغانستان

فرانسه له طالبانو سره د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کوي

فرانسې د طالبانو حکومت سره د هغو افغانانو د مستقیم بېرته ستنولو د اسانتیا لپاره تخنیکي خبرې پیل کړې دي، چې په فرانسه کې قانوني استوګنه نه لري او د فرانسوي چارواکو په باور د عامه نظم لپاره ګواښ بلل کېږي.

د فرانسې خبري اژانس د یوې فرانسوي ډیپلوماتیکې سرچینې او د موضوع له یوه باخبره کس څخه د معلوماتو په حواله راپور ورکړی، چې دغه خبرې د فرانسې د طالبانو په اړه د رسمي دریځ د بدلون معنا نه لري.

د راپور له مخې، فرانسه له جرمني، بلجیم، سویډن او شاوخوا ۲۰ نورو اروپايي هېوادونو سره یوځای هڅه کوي، چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي، چې په فرانسه کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د جرمونو یا تاوتریخوالي په تړاو محکوم شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې ښايي سلګونه افغانان د دغو اقداماتو په لړ کې شامل شي، خو د کره شمېر او د عملي بهیر جزئیات لا نه دي مشخص شوي.

فرانسه له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو حکومت سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او په کابل کې یې سفارت هم تړلی دی.

په همدې حال کې فرانسې ویلي، چې د افغان وګړو، په ځانګړي ډول ښځو، ملاتړ ته دوام ورکوي او د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې افغانستان ته بشري مرستې رسوي.

تر دې مخکې جرمني هم د طالبانو سره په همغږۍ له دغه هېواده یو شمېر افغان کډوال ایستلي دي، چې دغه اقدام د بشري حقونو او نورو ډلو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

تر دې مخکې روسیې هم د اروپايي هېوادونو پر دغه تګلاره نیوکه کړې او د اروپایي هېوادونو دغه چلند یې دوه ګونی بللی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *