افغانستان

افغانستان کې بشري مرستو ته د لاسرسي ۱۵۹ محدودیتونه ثبت شوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په تازه راپور کې ویلي، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲ زره او ۹۴۷ امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، د امنیتي پېښو دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ فرضي کرښه د هوايي بریدونو، بې‌پیلوټه الوتکو د څارنې او پوځي غبرګونونو له امله له ناامنۍ سره مخ وه.

راپور وايي، د مې او جون په میاشتو کې د پاکستان هوايي بریدونه د غزني، کونړ، خوست او پکتیکا ځینې سیمې په نښه کړې دي، چې په څو پېښو کې یې ملکي وګړو او بنسټونو ته زیانونه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، له پاکستانه د توپونو ډزې هم د پکتیا، خوست، پکتیکا، نورستان او کونړ ځینې سیمې په نښه کړې دي.

راپور زیاتوي، چې په دغه موده کې د کندهار، ننګرهار او پکتیا په ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو نښتې هم ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې داعش خراسان د جون پر ۳۰مه د نورستان د وېګل ولسوالۍ پر یوه پوځي امنیتي پوستې د برید مسوولیت منلی دی. د راپور له مخې، په دغه برید کې د طالبانو څو امنیتي کسان ټپیان شوي دي.

دغه ډله د جولای پر ۲۹مه په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس ذبیح‌الله امیري د وژنې مسوولیت هم منلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې بشري مرستو ته د لاسرسي په برخه کې ۱۵۹ محدودیتونه ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، دغو محدودیتونو د بشري مرستو د ۸۶ فعالیتونو د ځنډېدو لامل شوي دي.

په همدې موده کې د بشري مرستو د کارکوونکو، وسایلو او تاسیساتو پر وړاندې ۲۳ د تاوتریخوالي پېښې هم ثبت شوې دي، چې په ترڅ کې یې ۲۱ بشري مرستندوی کارکوونکي نیول شوي وو.
راپور وايي، چې په همدې موده کې د ښځینه کارکوونکو د بشري مرستو په فعالیتونو کې د ګډون او ښځو ته د مرستو د رسېدو په برخه کې ۲۴ محدودیتونه هم ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له ۴۰ ثبت شوو محدودیتونو سره تړاو درلود، چې ۲۷ یې په هرات کې رامنځته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *