افغانستان لوبې

جې شاه د افغانستان او هند ترمنځ نننۍ لوبه د افغان کرکټ بورډ له مشرانو سره یو ځای ننداره کړه

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) مشر جې شاه د افغانستان او هند ترمنځ د دویمې شل اوریزې لوبې د نندارې لپاره د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته تللی او د افغانستان کرکټ بورډ له مشرانو سره یوځای یې د لوبې ننداره کړې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي پاڼه کې د جې شاه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د بورډ مشرتابه د کرکټ نړۍوالې شورا له مشر څخه تود هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړۍوالې شورا ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې لا نږدې شوې دي.

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *