د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د انځورونو پر خپرولو محدودیتونه او بندیزونه لګېدلي، چې له جملې یې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې پر ټلوېزیوني نشراتو بندیز او په یو شمېر چاپي رسنیو کې د انځورونو د خپرولو بشپړ منع اعلانېدل دي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر ټلوېزیوني چینلونو او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو اوس د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله د دغو رسنیو اکثریت تړل شوي دي.
پر انځورونو د بندیزونو له امله د تصویري رسنیو یو شمېر مسلکي کسان او مینوال له تصویري رسنیو څخه غږیزو رسنیو ته مخه کړې ده.
په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې، ګڼې نوې غږیزې رسنۍ فعالې شوې دي.
په کابل کې تازه د اذان په نوم راډیو فعالیت پیل کړی، څو ورځې مخکې په غزني کې هیله څرک او په فراه کې نوای نخبګان راډیوګانو هم خپل فعالیت پیل کړ.
تر دې وړاندې په روان کال کې په پکتیا کې د پکتیا جرګه راډیو، په کابل کې ادې راډیو، په هلمند کې ستا راډیو، په خوست کې ساه او خوشال راډیوګانې، په ننګرهار کې خیال نوښت، په غزني کې سپیده داغ او په کونړ کې د سیند غږ راډیو هم فعالې شوې دي.
بل لور ته، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د استخباراتو له لوري ګڼ شمېر خبریالان د رسنیزو فعالیتونو له امله نیول شوي، چې د بېلابېلو مودو بند تېرولو وروسته بېرته خوشې شوي دي.
طالبانو څو ورځې مخکې په کابل کې د تمدن او فردا ټلوېزیونونو نشرات هم درولي او د دې ترڅنګ یې د اصلاح راډیو نشرات هم بند کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري په ګڼو ولایتونو کې، چې شمېر یې ۲۳ ولایتونو ته رسېږي، پر ټلوېزیوني نشراتو د محدودیتونو له لګېدو وروسته په ځینو سیمو کې ټلوېزیونونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه راډیويي بڼه ته واړوي.
خو د څه مودې راهیسې د ټلوېزیونونو د راډیوګانو بدلولو دغه لړۍ درېدلې ده. له دې جملې څخه په پکتیا ولایت کې ملي ټلوېزیون، چې له محدودیت وروسته یې راډیويي بڼه غوره کړې وه، بېرته خپل تصویري نشرات پیل کړي دي.
سرچینې رڼا ته وایي، چې په دې موده کې د طالبانو د حکومت د وزیرانو تر کچې یو شمېر لوړپوړو چارواکو د ټلوېزیونونو د جوړولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د مشر د حکم له مخې، هیچاته د ټلوېزیون د فعالیت جواز ورکولو اجازه نه شته.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو د بیا واکمنۍ په موده کې په لومړیو کې یوازې یوه ټلوېزیون ته د فعالیت جواز ورکړل شوی، خو دغه ټلوېزیون تر اوسه خپل نشرات نه دي پیل کړي.
څو ورځې مخکې په خوست ولایت کې د کتابونو د نندارتون پر مهال د ۱۲ خبریالانو د کمرې او نورو وسایلو ضبطول هم د خبریالانو پر وړاندې د فشار یوه بله بېلګه بلل کېږي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري ترسره شوي دي.
د دغو محدودیتونو او ستونزو سربېره، د طالبانو د حکومت مسوولان وایي، چې د رسنیو لپاره یې د حکومت د پالیسۍ په چوکاټ کې د فعالیت زمینه برابره کړې او رسنۍ کولی شي خپل نشرات په ازاد ډول ترسره کړي.
