د اسرائیلو پوځ د سپټمبر په ۵مه د لبنان د جنوب په عربصالیم سیمه کې د یوې ودانۍ او شاوخوا سیمو د تخلیې له خبرداري وروسته، پر دغې سیمې هوايي بریدونه کړي دي.
لبناني رسنۍ وایي، له خبرداري وروسته اسرائیلي جنګي الوتکو لږ تر لږه دوه ځله پر عربصالیم برید کړی، خو تر اوسه د مرګژوبلې او اوښتو زیانونو کره شمېر نه دی اعلان شوی.
د اسرائیلو پوځ ادعا کوي، دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې حزبالله د اسرائیلي ځواکونو پر لور دوه چاودېدونکي بېپیلوټه الوتکې استولې وې.
د اسرائیلو پوځ په وینا، یوه ډرون ویشتل شوې او اسرائیلي ځواکونو ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې. حزبالله تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
په ورته مهال، د نبطیې ولسوالۍ په کفررمان، دوحه کفررمان، النبطیه الفوقا، النبطیه التحتا او الرویس سیمو کې هم د اسرائیلو د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
ځايي رسنۍ وایي، په دغو بریدونو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي، خو د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.
دا بریدونه داسې مهال شوي، چې په سویلي لبنان کې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.
