ملګري ملتونه وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د روان میلادي کال له اپرېل څخه تر جون میاشتې پورې ۳۸۹ ښځې او نارینه په خپلسري ډول نیولي یا توقیف کړي دي.
د ملګرو ملتونو په درېمیاشتني راپور کې ویل شوي، چې په ۶۵ مواردو کې له نیول شویو کسانو سره ناوړه چلند هم شوی دی.
د راپور له مخې، د دغو نیونو ډېری موارد د ښځو د حجاب، د نارینهوو د ږیرې او وېښتانو د ډول او همداراز د موسیقۍ غږولو یا اورېدو له امله ترسره شوي دي.
ملګرو ملتونو په راپور کې د دغو اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د خلکو د حقونو او ازادیو وضعیت باید وڅارل شي.
