افغانستان

د ملګرو ملتونو ۲۵ کانټینره بشري مرستې تورخم ته رسېدلي

پښتونخوا د ګمرکونو چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ۲۵ کانټینره تورخم ته رسېدلي او د اړوندو ادارو له لوري یې د اسنادو او قانوني چارو د بشپړېدو بهیر روان دی.

چارواکي وایي، د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته به دغه مرستې افغانستان ته ولېږدول شي او طالب چارواکو ته به وسپارل شي.

د سیمه‌ییزو سرچینو له مخې، د ملګرو ملتونو ،د مرستو ټولیزه جوپه شاوخوا زر کانټینره ده چې په څو پړاوونو کې به افغانستان ته انتقال شي. په دغو مرستو کې درمل، خوراکي توکي او نور اړین توکي شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *