ډان: د پاکستان د ام صادرات کم شوي، باغداران له مالي زیانونو سره مخ دي
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د صادراتو کمښت او د اقلیمي بدلونونو اغېزو د دغه هېواد د ام باغداران له جدي مالي زیانونو سره مخ کړي دي.
راپور کې ویل شوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د اوږدمهاله بندښت له امله افغانستان سږ کال د پاکستان ام نه دي وارد کړي. همداراز، په سیمه کې د کړکېچونو له امله د سمندري لېږد ستونزې او د انتقال لګښتونو زیاتوالي د ام صادرات اغېزمن کړي دي.
د راپور له مخې، د اقلیمي بدلونونو له امله د پاکستان د ام تولید هم شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم شوی، چې د باغدارۍ پر صنعت یې منفي اغېز کړی دی.
