امریکايي سیاستوال او د متحده ایالاتو د کانګرس د جمهوريپال ګوند غړی، لینډسي ګراهام، تېره شپه د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.
د هغه د دفتر له لوري د اېکس په رسمي پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ګراهام تېره شپه د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سناتور ګراهام کورنۍ په دې سخت وخت کې د خلکو د دعاوو او خواخوږۍ منندوی ده او له ټولو یې غوښتي، چې د دوی شخصي حریم ته درناوی وکړي.
لینډسي ګراهام د اسرائیل کلک ملاتړی او د ایران سخت مخالف بلل کېده. نوموړی د امریکا د بهرني سیاست له اغېزناکو څېرو څخه و او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو له پرېکړې سره یې سخت مخالفت کاوه.
هغه همداراز د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو سیاستونو ملاتړ کاوه، چې له اسرائیل څخه د ملاتړ او د ایران پر ضد د جګړې په اړه یې غوره کړي وو.
