د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په موده کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۱۸۱ غلا شوي موټر موندل شوي او خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
وزارت د غلا شویو موټرو د موندلو ادعا کړې، خو د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د ټول هېواد د غلا شویو موټرو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.
په راپور کې همداراز راغلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ترافیکو ریاست نوم «د شرطه عبور او مرور عمومي ریاست» ته بدل کړی او په رسمي اسنادو کې هم له همدې نوم څخه کار اخلي.
د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د لویو لارو د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ۲۴ ساعته څارنه ترسره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.
