افغانستان

پاکستان په افغان خاوره کې پر هوایي بریدونو ټینګار کړی؛ تراوسه هېڅ وسله وال نه دی وژل شوی

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، په سیمه کې دوامدار سوله او ثبات هغه مهال ممکن دی، چې د افغانستان له خاورې د هغو ډلو فعالیتونه ودرول شي چې اسلام‌اباد یې د هند پورې تړلې ترهګرې ډلې بولي.

نوموړي د پاکستان د پوځ د قوماندانانو په غونډه کې ټینګار کړی، چې طالبان په دې برخه کې مستقیم مسؤلیت لري او پاکستان به د دغو ډلو پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي.

عاصم منیر ویلي، د پاکستان پوځ به د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړي او د هېواد د امنیت د ساتنې لپاره به هر اقدام وکړي.

بل لور ته، افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د حضور او ملاتړ ادعاوې ردوي او وایي، هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

پاکستاني چارواکي بیا ادعا کوي، چې د ټي‌ټي‌پي او نورو وسله‌والو ډلو مرکزونه په افغانستان کې دي، خو ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې د پاکستان په ټولو هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو یادونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې څو ځله د افغانستان پر خاوره بریدونه کړي، چې پکې ملکي تاسیسات او ولسي وګړي زیانمن شوي دي.

دغو بریدونو پراخې نړۍوالې نیوکې او غندنې راپارولي، خو د پاکستان د ادعاوو خلاف تر اوسه د ټي ټي پي کوم مهم غړی په دغو بریدونو کې نه دی وژل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *