Home افغانستان طالبان وایي، تېر یوه کال کې ۱۸۱ غلا شوي موټر موندل شوي
افغانستان

طالبان وایي، تېر یوه کال کې ۱۸۱ غلا شوي موټر موندل شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د تېر یوه کال په موده کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ۱۸۱ غلا شوي موټر موندل شوي او خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

وزارت د غلا شویو موټرو د موندلو ادعا کړې، خو د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د ټول هېواد د غلا شویو موټرو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړي.

په راپور کې همداراز راغلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ترافیکو ریاست نوم «د شرطه عبور او مرور عمومي ریاست» ته بدل کړی او په رسمي اسنادو کې هم له همدې نوم څخه کار اخلي.

د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د لویو لارو د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره ۲۴ ساعته څارنه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version