افغانستان کلتور او هنر

استاد رفیع له ګاناډا بېرته هېواد ته ستون شوی دی

Screenshot

د پښتو ژبې او ادبیاتو وتلی لیکوال، څېړونکی او تاریخپوه حبیب الله رفیع چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواد وتلی و، بېرته هېواد ته ستون شوی دی دی.

ښاغلی استاد رفیع، چې د افغانستان د تاریخ، ادب او فرهنګ په برخو کې یې ګڼ علمي او څېړنیز آثار لیکلي، د هېواد له مخکښو فرهنګي شخصیتونو څخه ګڼل کېږي.

فرهنګي او علمي کړیو د نوموړي ستنېدل د هېواد د فرهنګي او علمي ډګر لپاره مهم پرمختګ بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې نوموړی به د خپلې تجربې او پوهې له لارې خپلو علمي او فرهنګي خدمتونو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *