په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو د افغانستان روان کړکېچ ته یو نوی او خطرناک اړخ ورکړی او د ملکي وګړو د درنو تلفاتو لامل شوی دی.
فایق په خپلو څرګندونو کې په کابل کې پر یوه ملکي روغتیايي مرکز د برید یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د د راپور له مخې، په دغه برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، «موږ هغه ټول بریدونه په کلکه غندو چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي بنسټونه ویجاړوي او د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي. موږ له امنیت شورا غوښتنه کوو چې دغه بریدونه وغندي او د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي.»
د افغانستان استازي ټینګار کړی، چې هېڅ امنیتي ملاحظه، که هر څومره مشروع هم وي، داسې کړنې نه شي توجیه کولی چې د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړي یا د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو بشري قوانینو له اصولو سرغړونه وکړي.
د فایق په وینا، «نن پاکستان په خپله له هغو ستونزو سره مخ دی چې افغانستان کلونه وړاندې د هغو په اړه خبرداری ورکړی و.» هغه ویلي، چې د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکامو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نه کړي او همداراز د پاکستان او هند ترمنځ د سیمهییزو او نیابتي سیالیو قرباني نه شي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې له پاکستان وغوښتل چې د افغانستان د ګاونډي هېواد او د امنیت شورا د غړي په توګه د یوه ټولګډونه، دوامدار او سیاسي بهیر ملاتړ وکړي؛ داسې بهیر چې د افغانستان خلک وکولی شي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه په خپله پرېکړه وکړي.
