په متحده ایالاتو کې فدرالي قاضي جان مککونل د هغو کډوالۍ محدودیتونو د پلي کېدو مخه نیولې، چې د ټرمپ ادارې له خوا د یوه افغان کډوال له لوري د ملي ګارد د یوه سرتېري تر وژل کېدو وروسته لګول شوي وو.
قاضي ویلي، چې د ۳۹ هېوادونو پر وګړو لګول شوي دغه محدودیتونه، چې د پناه غوښتنې، د کار جواز او د تابعیت د غوښتنلیکونو بهیر اغېزمنوي، له قانون سره په ټکر کې دي.
د هغه د پرېکړې، له مخې، حکومت نه شي کولی دا محدودیتونه په داسې ډول پلي کړي، چې د کډوالو او پناه غوښتونکو قانوني حقونه زیانمن کړي.
