افغانستان لوبې

د افغانستان او هند ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه پیل شوه

Hashmatullah Shahidi (c) of Afghanistan and Shubman Gill (C) of India with trophy during the Day 1 of the Only Test match between India and Afghanistan at New International Cricket Stadium, New Chandigarh, India on June 6, 2026. Photo: Deepak Malik / CREIMAS for BCCI

د افغانستان او هند ترمنځ د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ پچه د هند لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.

د افغانستان لپاره په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، رحمت شاه زرمتی، عبدالمالک، عضمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، صدیق الله اتل، افسر ځاځی، ننګیال خروټی، سلیم صافی، ضیاء شریفي لوبېږي او د هند لپاره یشسوي جیسوال، کې ایل راهول، سای سدرشن، شبمن ګېل لوبډلمشر، رشب پنت وېکټ ساتونکی، واشنګټن سندر، نتیش کمار رېډي، هرش دوبي / مانو سوتر، کلدیپ یادو، محمد سراج او پرسېد کرشنا لوبېږي.

دا د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ په تاریخ کې دویمه ټېسټ سیالي ده، چې د هند په نیو چندیګر ښار کې ترسره کیږي.

افغان لوبډلې د هند پر وړاندې خپله لومړۍ ټسټ سیالي د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې ترسره کړې وه، چې هند لوبډلې په ستر توپیر ګټلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *