هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي. د راپورونو له مخې دا سیالۍ به د هند په نوي ډیلي کې د ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.
د هند او افغانستان کرکټ بورډونو له لوري تر اوسه په رسمي ډول د دې لړۍ اعلان نه دی شوی، خو هندي رسنۍ وایي، چې د سیالیو د تنظیم چارې په وروستیو پړاوونو کې دي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان به په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د هند کوربهتوب وکړي، خو سیالۍ به د هند په خاوره کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال هم په هند کې ده، ترڅو د دغه هېواد پر وړاندې د یوې ټېسټ او درې یو ورځینیو لوبو لړۍ ترسره کړي.
