Home افغانستان هندي رسنۍ: افغانستان به په سپټمبر میاشت کې له هند سره د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي
افغانستان لوبې

هندي رسنۍ: افغانستان به په سپټمبر میاشت کې له هند سره د شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې به د روان کال په سپټمبر میاشت کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي. د راپورونو له مخې دا سیالۍ به د هند په نوي ډیلي کې د ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.

د هند او افغانستان کرکټ بورډونو له لوري تر اوسه په رسمي ډول د دې لړۍ اعلان نه دی شوی، خو هندي رسنۍ وایي، چې د سیالیو د تنظیم چارې په وروستیو پړاوونو کې دي.

د معلوماتو له مخې، افغانستان به په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د هند کوربه‌توب وکړي، خو سیالۍ به د هند په خاوره کې ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال هم په هند کې ده، ترڅو د دغه هېواد پر وړاندې د یوې ټېسټ او درې یو ورځینیو لوبو لړۍ ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version