نړۍ

پاکستان کې تېره میاشت: تر ۳۰۰ ډېر بریدونه شوي دي

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ (PICSS) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې تېره میاشت په پاکستان کې د امنیتي وضعیت له پلوه له خورا خونړیو میاشتو څخه وه.

د راپور له مخې، په یاد هېواد کې د یوې میاشتې په ترڅ کې تر ۳۰۰ ډېر بریدونه ثبت شوي دي. د یاد مرکز په وینا، دغه بریدونه د امنیتي ځواکونو، ملکي کسانو او نورو هدفونو پر وړاندې ترسره شوي دي.

پېکس زیاتوي، چې په دغو پېښو کې شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او له ۴۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

یاد انسټیټیوټ ویلي، چې دا شمېرې د روانو تاوتریخوالو او د وسله‌والو بریدونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي، چې د هېواد د امنیتي وضعیت لپاره جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د راپور له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو فعالیتونو زیاتوالي د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو کچه لوړه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *