د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د اروپایي ټولنې هغه بیان، چې ایران یې د امریکا د “تیري” پر وړاندې د دفاعي اقداماتو په تور تورن کړی، یو اړخیز او دوه مخی دریځ دی.
نوموړي ویلي، اروپایي ټولنه د انساني او اخلاقي معیارونو په اړه “انتخابي غصه” ښيي او دا ډول دریځ یې ناسم او بېمسؤلیته دی.
بقایي ټینګار کړی، چې ایران د نړۍوالو قوانینو له مخې حق لري د ځان دفاع وکړي، په ځانګړي ډول د هغو بریدونو په وړاندې چې د هغه په وینا د امریکا له لوري د ګاونډیو هېوادونو له پوځي اډو څخه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې، د ایران بریدونه د هغو ځایونو او وسایلو پر ضد ترسره کېږي، چې د ایران پر وړاندې د “غیرقانوني حملو” لپاره کارول کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې هېوادونه قانوني مکلفیت لري او اجازه باید ورنه کړي، څو د دوی خاورې یا شتمنۍ د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.
