د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید خبرداری ورکړی و.
عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ډاډه اوسئ، جګړې ته راستنېدل به مو له ډېرو حیرانیو سره مل وي.» هغه زیاته کړې، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د نړۍ له پرمختللو ځواکونو څخه دي او په وینا یې، په تېرو نښتو کې یې د پرمختللو اېف-۳۵ الوتکو د نسکورولو ادعا هم کړې ده.
نوموړي ویلي چې د امریکا کانګرس هم د جګړې له زیانونو، د الوتکو له ویجاړېدو او میلیاردونو ډالرو زیان څخه یادونه کړې ده، او ټینګار یې کړی چې هر ډول نوی پوځي اقدام به له «ناڅاپي پایلو» سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د ایران پر ضد پلان شوی پوځي برید یې د ځنډولو پرېکړه د «جدي مذاکراتو» د فرصت د برابرولو لپاره کړې ده. هغه ادعا کړې، چې د خلیجي هېوادونو مشرانو ترې د برید د نه ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
ټرمپ زیاته کړې، چې ایران باید د اټومي وسلو له جوړولو لاس واخلي او که هوکړه ونشي، امریکا «هر وخت د ځواک کارولو ته چمتو ده».
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو کې «پاموړ پرمختګ» شوی او په وینا یې، دواړه لوري د جګړې د بیا پیل غوښتونکي نه دي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا لپاره تر ټولو مهم هدف دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. وېنس ویلي، که اړتیا پېښه شي امریکا به د سختو اقداماتو لپاره چمتو وي.
د راپورونو له مخې، د خلیجي هېوادونو په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې روانې دي. ایران ویلي، چې د خپلو ملي ګټو دفاع ته ژمن دی او د فشار له لارې به هېڅ ډول هوکړه ونه مني.
بل لور ته امریکا پر ایران د بندیزونو د سختېدو ترڅنګ د پوځي فشار احتمال هم مطرح کړی دی.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنی وضعیت یو حساس پړاو ته داخل شوی دی. د دوی په وینا، که څه هم د خبرو دروازې پرانستې پاتې دي، خو د پوځي ګواښونو دوام کولای شي سیمه له نوې کړکېچ سره مخ کړي.
کارپوهان زیاتوي چې د انرژۍ بازار، د خلیج هېوادونو امنیت او د نړیوالو ځواکونو رقابت دا کړکېچ لا پېچلی کړی دی، او هر ډول تېروتنه کولی شي پراخې سیمهییزې پایلې ولري.
