افغانستان ځانګړي خپرونې

ګلبدین حکمتیار: د پګړۍ او ظاهري بڼې پر ځای باید د دین پر اساسي ارزښتونو تمرکز وشي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اسلام کې د پګړۍ تړل د فرض او لازمي حکم حیثیت نه لري او د خلکو د دیني ارزښتونو د سنجولو معیار باید ظاهري بڼه نه وي.

حکمتیار ویلي، لکه څنګه چې حاجیان د احرام پر مهال لوڅ سر عبادت کوي او د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم په ځینو حالتونو کې لوڅ سر عبادت کړی، نو د هغه په وینا لوڅ سر لمونځ کول شرعاً ستونزه نه لري.

هغه زیاته کړې، چې په قرآن او معتبرو اسلامي روایتونو کې د پګړۍ د لازمي والي په اړه څرګند حکم نه شته او د دین بنسټیز اصول باید د توحید، عدالت، د مظلوم ملاتړ، د قانون حاکمیت او د خلکو د حقونو پر خوندي کولو متمرکز وي.

د حزب اسلامي مشر ویلي، ځینې کسان دین په ظاهري او فرعي مسایلو محدودوي او د پګړۍ، ږیرې، تعویذ او ورته موضوعاتو ته زیات اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې اساسي ارزښتونه له پامه غورځول کېږي.

حکمتیار همداراز انتقاد کړی، چې په ځینو مدرسو او ښوونځیو کې پر ماشومانو د پګړۍ تړل جبري کېږي او د نه مراعت په صورت کې مجازات ورکول کېږي. هغه دا چاره د دین له روحیې سره په ټکر کې بللې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دیني لارښوونو په پلي کولو کې باید له افراط، خرافاتو او ناسم تعبیر څخه ډډه وشي او د ټولنې د اصلاح لپاره پر علم، عدالت او اصلي اسلامي ارزښتونو تمرکز وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *