Home نړۍ عراقچي ټرمپ ته: جګړې ته راستنېدل به له سختو پایلو سره مخ وي
نړۍ

عراقچي ټرمپ ته: جګړې ته راستنېدل به له سختو پایلو سره مخ وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید خبرداری ورکړی و.

عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ډاډه اوسئ، جګړې ته راستنېدل به مو له ډېرو حیرانیو سره مل وي.» هغه زیاته کړې، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د نړۍ له پرمختللو ځواکونو څخه دي او په وینا یې، په تېرو نښتو کې یې د پرمختللو اېف-۳۵ الوتکو د نسکورولو ادعا هم کړې ده.

نوموړي ویلي چې د امریکا کانګرس هم د جګړې له زیانونو، د الوتکو له ویجاړېدو او میلیاردونو ډالرو زیان څخه یادونه کړې ده، او ټینګار یې کړی چې هر ډول نوی پوځي اقدام به له «ناڅاپي پایلو» سره مخ شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې د ایران پر ضد پلان شوی پوځي برید یې د ځنډولو پرېکړه د «جدي مذاکراتو» د فرصت د برابرولو لپاره کړې ده. هغه ادعا کړې، چې د خلیجي هېوادونو مشرانو ترې د برید د نه ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

ټرمپ زیاته کړې، چې ایران باید د اټومي وسلو له جوړولو لاس واخلي او که هوکړه ونشي، امریکا «هر وخت د ځواک کارولو ته چمتو ده».

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو کې «پام‌وړ پرمختګ» شوی او په وینا یې، دواړه لوري د جګړې د بیا پیل غوښتونکي نه دي.

هغه ټینګار کړی چې د امریکا لپاره تر ټولو مهم هدف دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. وېنس ویلي، که اړتیا پېښه شي امریکا به د سختو اقداماتو لپاره چمتو وي.

د راپورونو له مخې، د خلیجي هېوادونو په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ غیرمستقیمې خبرې روانې دي. ایران ویلي، چې د خپلو ملي ګټو دفاع ته ژمن دی او د فشار له لارې به هېڅ ډول هوکړه ونه مني.

بل لور ته امریکا پر ایران د بندیزونو د سختېدو ترڅنګ د پوځي فشار احتمال هم مطرح کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنی وضعیت یو حساس پړاو ته داخل شوی دی. د دوی په وینا، که څه هم د خبرو دروازې پرانستې پاتې دي، خو د پوځي ګواښونو دوام کولای شي سیمه له نوې کړکېچ سره مخ کړي.

کارپوهان زیاتوي چې د انرژۍ بازار، د خلیج هېوادونو امنیت او د نړیوالو ځواکونو رقابت دا کړکېچ لا پېچلی کړی دی، او هر ډول تېروتنه کولی شي پراخې سیمه‌ییزې پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version