اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره یې اړیکې او تعامل یوازې د عملي اړتیاوو پر بنسټ ولاړ دي او دا هېڅکله د سیاسي رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرټ ویلي، چې د اروپايي ټولنې د شورا د ټاکل شوي ماموریت له مخې، دغه ټولنه په افغانستان کې له واکمنو طالبانو چارواکو سره خپلې عملي اړیکې ساتي.
نوموړي ټینګار کړی: «دا هیڅکله د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.»
د هغه په وینا، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې حضور د اړیکو د اسانتیا، د وضعیت د څارنې، د غړو هېوادونو د ملاتړ او له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره مهم بلل کېږي.
مارکس لامرټ زیاته کړې، چې دا ډول عملي تعامل نوې پالیسي نه ده، بلکې د ۲۰۲۱ کال د اروپايي شورا د پرېکړو او د ۲۰۲۳ کال د مارچ د بیا تایید پر بنسټ دوام لري.
هغه ویلي، اوسنۍ تګلاره د طالبانو له حکومت سره د تعامل بنسټ جوړوي، چې تمرکز یې پر بشري مرستو او تخنیکي همکاریو دی، نه پر سیاسي رسمیت پېژندنه.
