افغانستان لوبې

بست زون د لومړي ځل لپاره د امید وطن ملي شل اوریز جام سیالیو اتلولي وګټله

د بست زون لوبډلې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ د درېیم پړاو امید وطن ملي شل اوریز سیالیو اتلولي وګټله.

بست لوبډلې په پایلوبه کې د مس عینک زون لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د دې سیالیو د اتلولۍ جام خپل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، د بست زون لوبډلې په پایلوبه کې هر اړخیزه او غوره لوبه وکړه او وتوانېده، چې د کورني کرکټ په دې مهمو سیالیو کې تاریخي بریا ثبت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *