افغان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسره کېدو لپاره د پنځو لوبډلو د پلور بهیر پیلوي.
د کرکټ بورډ په وینا، د لوبډلو د اخیستو غوښتنلیکونه به د غبرګولي (مې) میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي او د چنګاښ (جون) میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
ټاکل شوې ده، چې په دې بهیر کې افغان او نړۍ وال پانګوال او سوداګر ګډون وکړي، څو د لیګ د پنځو لوبډلو د مالکیت حق ترلاسه کړي.
افغان کرکټ بورډ وایي، د دې پروسې موخه د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو په معیاري او بریالي ډول ترسره کول او د کورني کرکټ لا پراختیا ده.
