افغانستان

یوسفزی: په تورخم کې د کډوالو وضعیت انساني ناورین ته نږدې دی

مشهور افغان خبریال سمیع یوسفزی وایي، چې د تورخم په فرضي کرښه کې د افغان کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او دا حالت د یوه “انساني ناورین” بڼه اخلي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې زرګونه افغان کډوالې کورنۍ، چې له پاکستانه د ستنېدو په حال کې دي، له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، ځینې کورنۍ اړ دي چې له ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې په موټرو کې بند پاتې شي، په داسې حال کې چې هغوی د موټر چلوونکو کرایه هره ورځ ورکوي او د سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.

یوسفزی زیاتوي، چې دا وضعیت د انسانیت له اصولو سره په ټکر کې دی او ټینګار کوي، چې د “کډوالۍ فصل باید په عزت سره پای ته ورسېږي، نه په ذلت، ګډوډۍ او کړاو سره.”

هغه همدارنګه ویلي، چې کډوال کېدل جرم نه دی او یادونه یې کړې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم په خپل ژوند کې کډوال و، نو له همدې امله باید له کډوالو سره انساني چلند وشي او هغوی ته د درناوي او عزت حق ورکړل شي.

په ورته وخت کې، نوموړي د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کړې، چې د کډوالو د ستنېدو بهیر ښه تنظیم کړي او کورنیو ته اجازه ورکړي، چې په منظم او خوندي ډول خپل هېواد ته ستنې شي.

دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې په ټولنیزو رسنیو کې د تورخم له فرضي کرښې د سلګونو کورنیو د ستونزو او سختو حالاتو ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *