نن د ثور اوومې ۴۸ کاله پوره شوه، خو اغېز یې نن هم پر هېواد سیوری غوړولی دی. هغه ورځ چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د «ثور انقلاب» په نوم یادیږي او د هېواد سیاسي نظام یې بدل کړ.
په همدې ورځ د هغه وخت د ولسمشر محمد داوود خان حکومت د خلق دیموکراتیک ګوند د غړو له خوا نسکور شو او له دې سره د هېواد په سیاسي جوړښت کې بنسټیز بدلون رامنځته شو.
له دې پېښې وروسته په افغانستان کې د کمونستي نظام دوره پیل شوه، چې د پراخو سیاسي بدلونونو ترڅنګ د اوږدې جګړې او بېثباتۍ د پیل لامل وګرځېده.
سیاسي شنونکي وايي، د ثور اوومه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له تر ټولو مهمو او لانجمنو ورځو څخه ده، چې اغېزې یې تر نن ورځې په سیاسي او ټولنیز وضعیت کې محسوسېږي.
د شنونکو په باور، په هېواد کې د بار بار نظامونو سقوط او کودتاوو افغانستان خورا کمزوری کړی دی.
