اکسیوس رسنۍ د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تهران او واشنګټن د یوې درېصفحه یي طرحې پر سر خبرې اترې کوي، څو روانې ناندرۍ پای ته ورسوي.
د راپور له مخې، د احتمالي توافق اصلي محور دا دی چې امریکا به د ایران شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، په بدل کې به ایران خپل غني شوي یورانیم وسپاري.
راپور زیاتوي، د امریکا لومړنی وړاندیز ۶ میلیارده ډالر و، ایران ۲۷ میلیارده غوښتل، او اوس د ۲۰ میلیارده ډالرو وړاندیز تر بحث لاندې دی.
د ټرمپ حکومت خپل لومړیتوب د ایران نږدې دوه زره کیلوګرامه غني شوي یورانیمو ته ورکړی دی.
د آکسیوس د سرچینو په وینا، واشنګټن غواړي دا مواد د امریکا خاورې ته ولېږدول شي، خو یو منځنی وړاندیز دا هم شته چې د دې موادو یوه برخه یو درېیم هېواد ته انتقال شي او پاتې برخه په ایران کې د نړیوالو څارونکو تر نظارت لاندې راکم یا ټیټ غنی شي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دا تفاهم لیک د ایران د بالستیک توغندیو او سیمهییزو ډلو موضوع هم رانغاړي که نه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې پکې ویل شوي امریکا ښايي د ایران د کنګل شوو شتمنیو ۲۰ میلیارده ډالره د یورانیمو د سپارلو په بدل کې ازاده کړي.
هغه ویلي، چې امریکا به هغه څه هم له ایران څخه ترلاسه کړي چې د ده په وینا د بی-۲ بمبار غورځوونکو الوتکو له بریدونو وروسته «هستوي دوړې» بلل کېږي، او ټینګار یې کړی چې په دې معامله کې به هېڅ ډول مالي تبادله نه کېږي.
