نړۍ

پاکستان د خپل باور د بیا رغولو هڅې، شهباز له سعودي ولیعهد سره کتلي دي

په داسې حال کې چې پاکستان د سیمې په کچه له سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، تازه هڅې یې ښيي چې د بایللي باور د بېرته رغولو لپاره دیپلوماتیک تحرکات زیات کړي دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو حالاتو او د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه یې خبرې کړې دي.

د سعودي دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دواړو لوریو د سیمې د ثبات لپاره د دیپلوماتیکو هڅو پر دوام ټینګار کړی، خو شنونکي وایي، دا ډول لیدنې تر ډېره د پاکستان د نړۍوال انځور د سمولو هڅې دي، نه د رښتینو بدلونونو نښه.

پاکستان چې له اوږدې مودې راهیسې د دوه‌مخیز سیاست په تورونو تورن دی، اوس هڅه کوي ځان د سیمې د ثبات ملاتړی وښيي، خو منتقدین باور لري، چې اسلام‌اباد لا هم په عملي ډګر کې د کړکېچونو په ژورولو کې رول لري.

بلخوا، د پاکستان اقتصادي وضعیت هم د دې هېواد پر بهرني سیاست سیوری غوړولی دی. اسلام‌اباد له کلونو راهیسې پر سعودي عربستان مالي تکیه لري او په بیلابیلو وختونو کې یې له ریاض څخه میلیاردونه ډالر پورونه او مرستې ترلاسه کړې دي. کارپوهان وایي، دا اقتصادي وابستګي د پاکستان د خپلواک سیاست پر وړاندې جدي پوښتنې راولاړوي.

د سیمې یو شمېر شنونکي ټینګار کوي، چې پاکستان هڅه کوي له یوې خوا ځان د سولې او ثبات ملاتړی معرفي کړي او له بلې خوا خپل نفوذ وساتي، خو دا تضادونه د نړۍوالو او سیمه‌ییزو لورو باور ته زیان رسوي.

دوی وایي، که پاکستان غواړي بایللی باور بېرته ترلاسه کړي، نو باید له دوه‌مخیز سیاست څخه لاس واخلي او په رښتینې توګه د سیمې د ثبات لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *