د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د پاکستان له مرکزي حکومته غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
نوموړي په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې ایالتي حکومت به د سولې لپاره د هر هغه اقدام ملاتړ وکړي، چې د خبرو او تفاهم پر بنسټ ولاړ وي.
افریدي زیاته کړې، چې د دوی مشر عمران خان تل د سولې او ثبات ملاتړ کړی، خو په تېرو کلونو کې مهمې پالیسۍ د بندو دروازو تر شا جوړې شوې دي، چې د ده په وینا تر نن ورځې یې منفي پایلې دوام لري.
د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د اوسني حکومت پر تګلارو د بلوچستان او خیبر پښتونخوا اکثریت اوسېدونکي او سیاسي فعالان سختې نیوکې کوي. دوی وایي، د پاکستان ریاست تل په دغو سیمو کې جګړه ییز وضعیت او اقتصادي ناامني رامنځته کړې، چې له امله یې ځایي خلک له اوږدمهالو ستونزو سره مخ شوي دي.
