نړۍ

لبنان د اسرائیلي بریدونو د قربانیانو په یاد ملي ماتم اعلان کړی

لبنان د اسرائیل د تېرې ورځې د مرګونو او خونړیو بریدونو له امله نن پنجشنبه (د وري ۲۰مه) په ټول هېواد کې یو ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

د لبناني چارواکو د اعلان له مخې، د ماتم په مناسبت به ټولې دولتي ادارې تړلې وي او ملي بیرغونه به په نیمه ځوړند حالت کې ښکته شي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۴ لبنانیانو ژوند بایللی او له ۱۱۶۵ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر لبنان د اسرائیلي ځواکونو د پراخو او مرګونو بریدونو په سختو ټکو غندنه کړې ده.

ګوترېش په لبنان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز خبرداری ورکړی، چې په لبنان کې روانه جګړه د ایران او متحده ایالات ترمنځ د اعلان شوي اوربند پیاوړتیا او په سیمه کې د تلپاتې سولې هڅو ته جدي ګواښ پېښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *