د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې، له ایران سره د دوه اونیو لپاره د اوربند تړون بشپړ او مطلقه بریا بللې ده.
ټرمپ ویلي: «بشپړ او مطلقه بریا. سل فیصده. په دې کې هېڅ شک نشته.»
ټرمپ زیاته کړې، چې باور لري چین د دې لپاره مهم رول لوبولی چې ایران د خبرو اترو لپاره قانع کړي.
کله چې له هغه څخه د ګواښونو په اړه یې پوښتنه وشوه چې که تړون ناکام شو، ایا د ایران پر ملکي بریښنا مرکزونو او پلونو به برید وکړي، ټرمپ یوازې وویل: «باید ووینو چې څه پېښېږي.»
ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران د غني شوي یورانیمو زېرمې به په بشپړه او غوره توګه د تړون له مخې مدیریت شي، او پرته له دې مسئلې به، هېڅ تړون نه وای منل شوی.
نوموړي د دغو زېرمو د مدیریت د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي اعلان کړي. هغه ویلي، چې دواړو لوریو پر یوې ۱۵ مادېز چوکاټ کار کړی چې پر لویې برخې یې موافقه شوې ده.
