افغانستان

امر بالمعروف: په شپږو ولایتونو کې ۱۶ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې

د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په شپږو ولایتونو کې ۱۶ ښځې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، دا ښځې په غزني، بامیان، تخار، کابل، فاریاب او دایکنډي ولایتونو کې له خپلو کورنیو ستونزو سره مخ وې او له شرعي حقونو بې‌برخې شوې وې.

وزارت وایي، د محتسبینو له لوري د قضیو تر څېړنې وروسته، یادې ښځې له تاوتریخوالي ژغورل شوې او خپلو شرعي حقونو ته ورسېدې.

یاد وزارت د دغو قضیو د څرنګوالي او د ښځو د اوسني وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په بیا راتګ سره په هېواد کې سځې د تعلیم او کار څخه ګرځول شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *