د قطر په شمال کې د پنجشنبې سهار یو ځل بیا صنعتي تاسیسات د ایراني توغندیو هدف ګرځېدلي دي. دغه برید څو ساعته وروسته له هغه ترسره شوی، چې په لومړني برید کې پراخ زیان اوښتی و.
د قطر دولتي شرکت ویلي، د راس لفان په سیمه کې د مایع طبیعي ګازو پر تاسیساتو سهار وختي بریدونه شوي، چې له امله یې پراخ اورونه بل شوي او مالي زیانونه یې اړولي دي. د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې د ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د قطر دفاع وزارت هم تائید کړې، چې بالستیک توغندیو دغه سیمه په نښه کړې، خو د توغندیو د شمېر او د شنډ شوو توغندیو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران دولتي رسنیو تر دې وړاندې، د اسراییل له لوري د جنوبي پارس ګازي میدان تر برید وروسته، د راس لفان تاسیسات د احتمالي هدف په توګه یاد کړي وو. همداراز، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د دغو بریدونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.
