د طالبانو د قبایلو، قومونو او سرحدونو چارو وزیر ملا نورالله نوري وایي، د اسلامي نظام تر واک لاندې د هر انچ خاورې ساتنه د دوی پر ځواکونو د سر په بیه فرض ده. هغه په کابل کې د سرحدي پولیسو یوې غونډې ته ویلي، چې د څلوېښت میلیونه افغانانو د خوندیتوب مسوولیت ورته د امانت په توګه سپارل شوی او په سرحدونو کې باید هېڅ ډول غفلت ونهشي.
نوري ټینګار کړی، چې باید پر خپل تاریخ ټینګ ودرېږي، له خاورې دفاع وکړي او رښتینی سیاست وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې افغانستان له پاکستان سره په کړکېچ کې دی او د ننګرهار ولایت په اچین، دوربابا او نازیانو ولسوالیو کې د ډیورنډ فرصي کرښه په اوږدو کې د طالب ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ تېره ورځ نښتې شوې دي.
