نن ماښام د روان نړۍوال جام په اتو غوره لوبډلو پړاو کې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه او په دې سره یې ځان تر نیمه پایلوبې ورسوه.
پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په زیان سره ١٦٣ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې لپاره یې د ١٦٤ منډو هدف کېښود. انګلستان د خپل لوبډلې مشر هاري بروک د بهترینې لوبې په کولو سره د شلم اور په لومړي بال یاد هدف ته ورسېده او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې د پاکستان لپاره فرحان ٦٣ زیاتې منډې ترلاسه کړې او د انګلستان لپاره په توپ اچونه کې تر نورو زیاتې درې ویکټې لیام ډاوسن ترلاسه کړې او د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې لوبډلې مشر هاري بروک تر ټولو ښکلې توپ وهنه ترسره کړه، نوموړي په ٥١ توپونو پوره سل منډې جوړې کړې او خپله ویکټ یې له لاسه ورکړه.
د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د دغه بریا په ترلاسه کولو سره په روان نړۍوال جام کې د پاکستان مخکې تګ نوره هم ستونزمن کړ.
