افغانستان

فضل محمود فضلي: پر افغان خاوره د پنجاب پوځ بریدونه، ددوی د خپلو کورنیو کړکېچونو د پټولو هڅه ده

د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې پخواني مشر ډاکټر فضل محمود فضلي ویلي، د پنجاب پوځ د خپلو ژورو سیاسي او امنیتي ستونزو د پټولو لپاره یو ځل بیا پر افغان خاوره هوايي بمبارۍ کړې دي او دا بریدونه یې وحشیانه او د غندنې وړ بللي دي.

فضل محمود فضلي ویلي، د پنجاب پوځ هڅه کوي، د اسراېیل او امریکا سره د وروستیو پټو معاملو او همدارنګه په پاکستان کې د داخلي سیاسي او امنیتي بحرانونو پام بلې خوا ته واړوي. د هغه په وینا، “یاد پوځ دا مهال افغان ولس که په کابل کې وي او که په پښتونخوا کې په ښکاره ډول د دښمن په سترګه ګوري، خو په عین حال کې د پاکستان سیاسي مشرتابه د امریکا له ولسمشر سره د سختې عاجزۍ او چاپلوسۍ سیاست خپل کړی، آن تر دې چې هغه ته د سولې د جایزې وړاندیز هم کوي.”

نوموړي خبرداری ورکړی چې پر افغان خاوره دا ډول ښکاره یرغلونه به بالاخره د پنجاب پوځ او د استعمار لخوا جوړ شوی پاکستان له جدي سیاسي او امنیتي بحرانونو سره مخ کړي او د ټوټې کېدو تر پولو به یې ورسوي. د هغه په باور، پاکستان دا مهال د داسې زوال پر لور روان دی، چې بېرته راګرځېدل به یې اسانه نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *