د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وېنس د سېشنبې په ورځ ویلي، چې له ایران سره د خبرو اترو دویم پړاو، چې تازه پای ته رسېدلی، له ځینو اړخونو ګټور و، خو تهران لا هم د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځینو سرو کرښو د خبرو کولو ته چمتو نه دی.
وېنس دا نه ده روښانه کړې، چې د ایران حکومت پر کومو مشخصو سرو کرښو د خبرو کولو ډډه کوي.
هغه زیاته کړې، “زموږ اساسي ګټه دا ده، چې موږ نه غواړو ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.”
بلخوا د ایران د خبرو اترو د پلاوي مشري د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوله، په داسې حال کې چې د امریکا د پلاوي مشري د ځانګړي استازي سټیف وېټکوف او د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر پر غاړه وه.
د عراقچي په وینا، د جنیوا په خبرو اترو کې پرمختګ شوی او فضا یې تر پخوا ډېره رغنده بللې ده. هغه زیاته کړې ده، چې پرېکړه شوې ترڅو دواړه لوري به د یوې احتمالي هوکړې پر مسودو کار کوي او د متنونو تر تبادلې وروسته به د خبرو د بل پړاو وخت وټاکل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې له امریکايي لوري سره د اټومي خبرو لپاره یو روښانه مسیر شته او دا بهیر د تهران له نظره مثبت ارزول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د فبرورۍ په شپږمه د عمان مسقط په کوربهتوب د غیر مستقیمو خبرو لومړی پړاو ترسره شو؛ دا له هغه وروسته لومړنۍ خبرې وې، چې ټرمپ د جون په میاشت کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د بریدونو امر کړی و. له هغې وروسته، ټرمپ په سیمه کې د امریکا پوځي حضور هم زیات کړی، په داسې حال کې چې پر ایران یې له واشنګټن سره د هوکړې لپاره ګواښونه زیات کړي دي.
