د ایران د ملي امنیت او بهرنیو چارو کمېسیون مرستیال عباس مقتدایی خبر ورکړی، چې سبا د مجلس په یوه غیر علني غونډه کې به د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو مذاکراتو وضعیت وڅېړل شي.
مقتدایی نن یکشنبه د ایرنا د له خبریال سره په خبرو کې وویل، په دې غونډه کې ممکن د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ګډون وکړي.
راپور زیاتوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو نوې دوره د جمعې په ورځ پیل شوه چې په کې سید عباس عراقچي د ایران له خوا او د دونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د امریکا د ولسمشر زوم جرډ کوشنر د امریکا له خوا ګډون درلود.
عراقچي د خبرو د پای ته رسېدو وروسته د مذاکراتو پیل «ښه» وباله او وویل چې دواړه خواوې به خپلو پایتختونو ته ستانه شي ترڅو د مذاکراتو د څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي. همدارنګه د خبرو دوام ته هم دواړه خواوې توافق درلود او پرېکړه وشوه چې دا پروسه ادامه ومومي.
عراقچي ټینګار وکړ چې د جمعې د ورځې مذاکراتو کې امریکا ته څرګنده شوې چې هر ډول خبرې باید پرته له تهدید او فشار وي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، هم څو ساعته وروسته ویلي چې «له ایران سره مو ښې خبرې وکړې او ایرانیان واقعاً د توافق غوښتونکي دي.» هغه همدارنګه ادعا وکړه: «هغه څه چې له ایران سره د خبرو پر مهال باید له پیل څخه پیښ شي د اتومي وسلو نشتوالی دی. که ایرانیان هماغه څه چې اوس یې وړاندیز کوي له پیل څخه وړاندیز کړي وای، موږ به منلي وای.»
همدراز د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ایران او امریکا ترمنځ هغه خبرې اترې چې د سیمې د دوستانه هېوادونو په منځګړیتوب ترسره شوې، یو ګام مخته بلل کیږي.
پزشکیان ټینګار کړی چې خبرې اترې تل د شخړو د سولهییز حل لپاره د ایران اساسي تګلاره پاتې شوې ده. د هغه په وینا، د ایران د اټومي پروګرام بنسټ هغه حقوق دي چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو په تړون کې یاد شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران ملت تل درناوی په درناوي ځواب کړی، خو د زور ژبه نه مني.
